Asset 1SWN

هغه سرتېری چې تورخم کې یې یوه ښځه وهلې وه، د تل لپاره له نظام څخه واېستل شو

163875275_140742051304448_1443809562827954686_n-p4vcy4uuiqxwcakcqtk0pm837i7egvtljhpupk52gc

د کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو هغه سرتېری چې د ننګرهار ولایت په تورخم کې یې یوه ښځه وهلې وه، د تل لپاره له نظام څخه واېستل شو.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن پر ټویټر لیکلي چې یاد سرتېری وهاب نومېده او په وینا یې، د یادې پېښې له څېړنې وروسته یې دا پرېکړه کړې ده.

ارین لیکلي: «پر ښځو لاس پورته کول د طالبانو فرهنګ دی او هر څوک چې دا ظلم کوي، ترهګر دی. هغه ویډیو چې په تورخم کې یوه سرتېري په‌کې یوه ښځه وهله، وڅېړل شوه. هغه سرتېری چې وهاب نومېږي، د سزا ورکولو تر څنګ، د تل لپاره له نظام څخه واېستل شو.»

هغه ویډیو چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې وه، په‌کې ښکارېدل چې یو سرتېری یوه ښځه وهي. که څه هم روښانه نه ده چې یاده ویډیو څه وخت ثبت شوې، خو سیمه یې تورخم بلل شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي چې یاده ویډیو مخکینۍ ده.

دغې ویډیو پراخ غبرګونونه را وپارول. طارق ارین ویلي چې پولیس د قانون عملي کوونکي دي او پر مسلکي کېدو او وړتیا لوړونې یې کار کېږي.

په قطر کې د طالب ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم هم د یادې ویډیو په خپرولو سره لیکلي و: «انسانیت او د ښځې حقونه چېرته دي؟»

خلکو د طالبانو واکمنۍ پر مهال د ښځو پر وړاندې د دې ډلې چلن ته په کتو د هغه د څرګندونو پر وړاندې هم توند غبرګونونه وښودل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام