Asset 1SWN

د طالبانو یوه نفوذي کس فراه کې ۷پولیس وژلي

Farah-1-p6m3l0m4jbrk5v35yxul5h9re3ci3cud9mwqysumj8

په فراه کې یوه امنیتي سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې پرون له غرمې وروسته د فراه ښار اړوند په «شپل‌کوه» سیمه کې د طالبانو یوه نفوذي کس د یوې پوستې ۷ پولیس وژلي دي.
د سرچینې په وینا، د طالبانو دغه نفوذي کس د پولیسو له وژلو وروسته، د پوستې ټول پوځي تجهیزات او وسلې له ځان سره وړي او طالبانو سره یوځای شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د فراه یو‌شمېر اوسېدونکي هم د دغه خبر پخلی کوي او وايي چې د «شپل‌کوه» پوسته د فراه ښار په سوېل لوېدیځ کې پرته ده او که چېرته دغې پوستې ته تازه سرتیري ور وانه‌ ستول شي، وېره ده چې طالبان د فراه ښار د څلورمې حوزې د «سنګ زور» او «شوراباد» سیمې چې د دغه ولایت امنیه قومندانۍ او محبس ته نږدې پرتې دي. تر خپلې ولکې لاندې راولي.

طالبانو بیا تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام