د هرات په ادرسکن ولسوالي کې یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو پرون سهار د دغې ولسوالي د پوځ سرتېرو د کنډک په ۵۰۰ مترۍ کې یوه ۲۵ کلنه ښځه په صحرايي محکمه کې وژلې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سرچینې په وینا، تر اوسه د طالب ډلې د دې صحرايي محاکمې انګېزه نه ده روښانه، خو په ادرسکن ولسوالي کې ځینو ځايي سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې یاده ښځه د ناروا اړیکو لرلو په تور د طالبانو له لوري وژل شوې ده.
د هرات ولایتي چارواکو او طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې هم د هرات په اوبه ولسوالي کې یوه ښځه د ناروا اړیکو لرلو په تور د طالبانو په صحرايي محکمه کې ۴۰ دورې وخوړې.
ادرسکن د هرات یوه ناامنه ولسوالي ده چې طالبان یې په ځینو سیمو کې شته او فعالیت کوي.