طالبانو په هرات کې یوه ښځه په صحرايي محکمه کې وژلې
د هرات په ادرسکن ولسوالي کې یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو پرون سهار د دغې ولسوالي د پوځ سرتېرو د کنډک په ۵۰۰ مترۍ کې یوه ۲۵ کلنه ښځه په صحرايي محکمه کې وژلې ده.