د هغو باروړونکو موټرو مالکان چې د هرات د اسلام‌کلا ګمرک په اورلګېدنه کې یې موټر سوځېدلي، د حکومت له لوري ورته د رسېدلي زیان پر نه جبران نیوکې کوي او وايي، سره له دې چې له اورلګېدنې ۵۰ ورځې او هرات ته د حکومت را لیږل شوي پلاوي د راپور له پای ته رسېدو یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه د باروړونکو موټرو مالکانو ته یوه افغانۍ هم نه ده ورکړل شوې.

دوی وايي، هر موټر چې په اورلګېدنه کې سوځېدلی، د ۵ تر ۱۰ کورنیو لګښتونه یې برابرول، خو اوس یادې کورنۍ یوه مړۍ ډوډۍ هم نه لري.

د هرات په اسلام‌کلا ګمرک کې د اورلګېدنې پېښې زیانمنو د دغه ګمرک په یو کیلومټرۍ کې پرلت کړی او د هرات‌–‌تورغونډۍ او د اسلام‌کلا‌-تورغونډۍ بندرونو ته غځېدلې لارې د ټرافیکو پر مخ تړلې دي.

دوی خبرداری ورکوي، که حکومت ورته رسېدلی زیان جبران نه کړي، یادې لارې به خلاصې نه کړي.

د هرات په اسلام‌کلا ګمرک کې د اورلګېدنې پېښې زیانمن شاه معصوم او حسن وايي، د ژوند چارې یې د سوځېدلیو موټرو چلولو له لارې برابرولې، خو اوس یې کورنۍ یوه مړۍ ډوډۍ هم نه لري.

دوی له ولسمشر نه غواړي چې د ورته رسېدلي زیان جبران وکړي او په وینا یې، تر هغه به خپل پرلت ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې نه وي پوره شوي.

ګلاب هم د هغه سوځېدلي موټر څښتن دی چې له پنځو نورو کسانو سره یې په ۴۷ زره امریکايي ډالره اخیستی و. هغه وايي، د شاوخوا ۷۰ کسانو د ژوند چارې له یاد موټر سره تړلې وې او اوس یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي. ګلاب هم له ولسمشر څخه غواړي چې په اسلام‌کلا ګمرکې د اورلګېدنې له کبله ورته رسېدلی زیان جبران کړي.

بله‌خوا د هرات ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله د زیانمنو کسانو استازی بصیر ارین وايي، په یاده اورلګېدنه کې ۱۲۵۴ موټر وسوځېدل او چارواکو ورسره د زیان جبرانولو ژمنه وکړه، خو په وینا یې، تر اوسه یوه افغانۍ هم نه ده ورکړل شوې.

 هغه دوی ته د حکومت پر نه پام نیوکه کوي او وايي، تر هغه چې ولسمشر د موټرو مالکانو ته تاوان ور نه کړي، اعتراضونه به یې روان وي.

خو د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي وايي، په اسلام‌کلا ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله د اوښتو زیانونو د کچې، د پېښې لاملونو او نورو اړوندو معلوماتو راپور یې د حکومت مرکزي ادارې ته لېږلی دی.

هغه له معترضانو غواړي چې د لویو لارو په تړلو سره دې خلکو ته زیان نه اړوي.

د ماليې وزارت ویاند رفېع تابع بیا سلام‌وطندار ته وویل چې د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر د هرات د اسلام‌کلا ګمرک پېښه څېړلې او په اړه به یې ځواب وايي.

که څه هم د ماليې وزارت چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې رسېدلي زیانونه به جبرانوي، خو اوس د دغه وزارت ویاند وايي چې له چا سره یې د جبرانولو ژمنه نه ده کړې.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر نظر هم واخلو، خو زموږ پرله‌پسې اړیکې یې ځواب نه کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام