تادین خان استعفا کړې

ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د کندهار امنیه قوماندان تادین خان استعفا کړې ده. د دغو سرچینو په وینا، د نوموړي استعفالیک درې میاشتې مخکې وړاندې شوې وه، خو د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدمسعود اندرابي ورسره مخالفت کړی و.

هرات کې د باروړونکو موټرو د مالکانو اعتراض دویمې ورځې ته وغځېد

د هغو باروړونکو موټرو مالکان چې د هرات د اسلام‌کلا ګمرک په اورلګېدنه کې یې موټر سوځېدلي، د حکومت له لوري ورته د رسېدلي زیان پر نه جبران نیوکې کوي او وايي، سره له دې چې له اورلګېدنې ۵۰ ورځې او هرات ته د حکومت را لیږل شوي پلاوي د راپور له پای ته رسېدو یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه د باروړونکو موټرو مالکانو ته یوه افغانۍ هم نه ده ورکړل شوې.

دانش: اساسي قانون د سولې لپاره تعدیلېدای شي، خو له قانوني لارې

د ولسمشردویم مرستیال سرور دانش نن ذبېح‌الله کلیم د لویې څارنوالي د سرپرست په توګه د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژنده.
دانش د لویې څارنوالي د سرپرست پېژندلو په غونډه کې د فساد پر وړاندی مبارزې ټينګار وکړ او په وینا یې، داسې ډېر قوانین شته چې د پلي کېدو او څرنګوالي په اړه یې باید ارزونې وشي.

یوه افغان کډوال او ځوان انځورګر د ترکي چارواکو پام ځان ته اړولی

یو افغان او ځوان انځورګر عرفان هزاره په ترکیه کې کډوال دی. عرفان په ډېره کمه موده کې د ترکي چارواکو پام ځان ته اړولی او په دغه هېواد کې یې ځانګړی ځای خپل کړی دی. نوموړي د خپلې انځورګرۍ په برخه کې نویو نوښتونو سره د ترکیې د لوړپوړو چارواکو پام ځان ته اړولی او له دې لارې یې خپل نوښتونه د ترکیې خلکو ته نندارې ته وړاندې کړي دي.

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۱۱ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۱۱ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۴۱ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې په اوو ولایتونو کې ثبت شوې دي.
دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې لیکلي چې په یاده موده کې ۱۶۹۲ کسانو د کورونا ټېسټونه کړي او په وینا یې، ۶۳ نور بیا بېرته رغېدلي دي.