Asset 1SWN

تادین خان استعفا کړې

D9LkrCfX4AEo1e5-270x165

ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د کندهار امنیه قوماندان تادین خان استعفا کړې ده. د دغو سرچینو په وینا، د نوموړي استعفالیک درې میاشتې مخکې وړاندې شوې وه، خو د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدمسعود اندرابي ورسره مخالفت کړی و.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د پوله‌ساتو ځواکونو د درېیمې لوا د څلورمې قطعې قوماندان محمدشریف سرطیب سبا په رسمي ډول د کندهار د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شي.

خو د کندهار د امنیې قومانداني مطبوعاتي مسوول جمال‌ناصر بارکزي سلام‌وطندار ته ویلي چې د امنیه قوماندان د استعفا خبر تشې اوازې دي او په وینا یې، تر اوسه په دې اړه کوم رسمي خبر نشته او نه هم خپله قوماندان څه ویلي دي.

تادین خان ۳۸ کلن دی او د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې په وروستیو کې د خپل ورور جنرال عبدالرازق پر ځای د کندهار امنیه قوماندان وټاکل شو.

د یادونې ده چې تادین خان د جنرال عبدالرازق له وژل کېدو وروسته د کندهار ولایت د قومي مشرانو په وړاندیز د یاد ولایت د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی و.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام