Asset 1SWN

پدرام: عبدالله د مسکو په مهمو غونډو او پرېکړو کې نه و

Ewm63wmW8AU3XkW

مسکو تېر کال د کب میاشتې پر ۲۸مه د افغان سولې په اړه د غونډې کوربه و چې د افغان حکومت د استازیو تر څنګ، د طالب ډلې، امریکا، ملګرو ملتونو او روسیې استازیو په‌کې ګډون کړی و او د افغان سولې پروسې پر چټکتیا یې بحث وکړ.

د افغانستان د ملي کنګرې ګوند رییس عبداللطیف پدرام نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، که څه هم ویل کېدل چې د افغان حکومت د پلاوي مشري عبدالله عبدالله پر غاړه لري، خو داسې نه و.

د افغانستان د ملي کنګرې ګوند رییس په خبره، عبدالله عبدالله په مسکو کې د سولې اړوند مهمو غونډو کې ګډون نه درلود او دا غونډې د تړلو دروازو شا ته د نورو سیاستوالو په موجودیت کې وشوې.

پدرام وايي، په دوحه کې هم د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشري د عبدالله عبدالله پر ځای، د دغه پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزي کوله او پر مهمو مسایلو يې پرېکړې کولې.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د ملي روغې جوړې عالي شورا نظر هم واخلو، خو د دې شورا ویاند فریدون خوځون په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام