د ولسمشردویم مرستیال سرور دانش نن ذبېح‌الله کلیم د لویې څارنوالي د سرپرست په توګه د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژنده.

دانش د لویې څارنوالي د سرپرست پېژندلو په غونډه کې د فساد پر وړاندی مبارزې ټينګار وکړ او په وینا یې، داسې ډېر قوانین شته چې د پلي کېدو او څرنګوالي په اړه یې باید ارزونې وشي. هغه وویل، حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې تګلاره هم لري چې پر ټاکنو په‌کې ټینګار شوی دی.

دانش زیاتوي، ولسمشر باید د ټاکنو له لارې واک ته ورسېږي او په خبره یې، حکومت له قانوني لارو چارو د سولې لپاره په اساسي قانون کې تعدیل ته هم ژمن دی.

په همدې حال کې د لویې څارنوالي سرپرست ذبېح‌الله کلیم په یاده غونډه کې وویل چې د فساد او د ځمکو غاصبانو پر وړاندې به جدي مبارزه وکړي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د بشر او مېرمنو حقونو د ملاتړ تر څنګ به وړ څارنوالان پر دندو وګوماري، د مکافاتو او مجازاتو اصل به پلی او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د څارنوالانو په چارو کې لاسوهنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د لویې څارنوالي پخواني رییس څه موده وړاندې له دندې استعفا وکړه او د خپلې استعفا لامل یې هم شخصي ستونزې بللې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام