Asset 1SWN

«افغانستان په نړۍ کې دولسم فاسد هېواد دی»

93799215_map-270x152

د روڼتیا نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې دولسم فاسد هېواد دی.

د دغه سازمان په کلني راپور کې چې نن یې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو د فساد په اړه خپور کړی، لیکل شوي چې افغانستان په ۲۰۲۰ میلادي کال کې له ۱۰۰ امتیازونو نه ۱۹ امتیازونه خپل کړي او ۱۶۵ ځای یې نیولی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان له هایټي، کانګو، شمالي کوریا، لېبیا، ګینه، سوډان، ونزوېلا، یمن، سوریې، سوېلي سوډان او سومالي وروسته د نړۍ تر ټولو فاسد هېواد پېژندل شوی دی.

په دغه راپور کې ټینګار شوی چې افغانستان له ۲۰۱۲ میلادي راهیسې د فساد پر وړاندې مبارزه کې ۱۱ امتیازه پرمختګ کړی دی. د روڼتیا نړیوال سازمان ویلي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې یو دی چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

دغه سازمان ټینګار کړی چې افغانستان د پام وړ قانوني اصلاحات او ادارې رامنځته کړي او تازه د فساد پر وړاندې مبارزې برخه کې د یوه کمېسیون جوړولو لپاره پر ځینو تګلارو کار کوي.

د روڼتیا نړیوال سازمان یو نادولتي سازمان دی چې په ۱۹۹۳ میلادي کال کې جوړ شو او اصلي دفتر یې د المان په پلازمېنې برلین ښار کې دی. د دغه سازمان موخه چې په شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو کې استازولۍ لري، د فساد پر وړاندې د مبارزې او په اړه یې د عامه پوهاوي کچې لوړوالی دی. دغه سازمان هر کال د فساد په برخه کې هېوادونه پر کټګوريو وېشي او بیا یې خپروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام