د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ولسمشر ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خوا د را لېږل شوي لیک په اړه یې له امریکايي پلاوي سره مفصلې خبرې کړې دي.

صالح چې د محمدقسیم فهیم په تلین‌غونډه کې خبرې کولې وویل، امریکايي لوري ته یې ویلي چې له افغانانو د رایې ورکولو حق نه شي اخیستلی او که له طالب ډلې سره د ټاکنو په اړه هوکړې ته ورسېږي، نور مسایل په اسانۍ حل کېدای شي.

هغه وايي، سره له دې چې طالبان له پامه نه‌شي غورځولی، خو په کورنۍ او نړیواله کچه امرانه سوله نه‌مني او که طالبان په ټولنه کې ځای لري، ټاکنو ته دې مخه کړي.

د امرالله صالح په وینا، هېڅکله به پر یوه داسې سند لاسلیک و نه ‌کړي چې د شریعت په نوم یو دوه ملایان له سره خلکو ته اسلام ورښيي. صالح زیاتوي، افغانان له زرو ډېر کلونه کېږي چې مسلمانان دي او اوس څو کسان چې خپله یې څلور کاله دیني درس لوستی، د شریعت د انفاذ په نوم شورا له لارې نه شي کولای د خلکو مسلماني تصدیق کړي. د نوموړي په خبره، دا ننګ به په هېڅ ډول ونه مني.

په همدې حال کې د ولسمشر ستر امنیتي سلاکار محمدمحقق وايي، د طالبانو فعالیتونو او دریځ ته په کتو، دا ډله نه ده بدله شوې او په وینا یې، افغان ولس داسې سوله نه مني چې د ولس عزت او ارزښتونه په‌کې تر پښو لاندې شي.

بله‌خوا د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لیک کې ځینې واقعیتونه شته چې د اندېښنې وړ نه ‌دي او په وینا یې، په یاد لیک کې د سولې هڅو د ګړندي کېدو پر لارو چارو ټینګار شوی او په وینا یې، دا نه یوازې نړیواله ټولنه، بلکې افغانان هم غواړي.

عبدالله د امرالله صالح څرګندونو ته په اشارې وویل، طالب ډله باید د ټاکنو له لارې د واک او نورو مواردو په اړه خبرې وکړي.

د هغه په وینا، سره له دې چې ټول ولس د ټاکنو ملاتړ کوي، خو دا هم یوه پوښتنه ده چې ایا اوسني وضعیت ته په کتو ټاکنې شونې دي، که نه.

له تېرې ورځې راهیسې ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په وروستي را لېږل شوي لیک تاوده بحثونه روان دي.

د راپورونو له مخې، په دغه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې د افغان سولې بهیر په اړه دې د یوې واحدې تګلارې په اړه د بحث لپاره د بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د ځانګړو استازیو په ګډون سره یوه نړیواله غونډه جوړه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام