د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې نن په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د وروستیو اوونیو پر مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څو پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه زیاتوي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدل، په هېواد کې د رسنیو ټولنې او د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د اندېښنې لامل شوی دی. دغه بنسټ ټينګار کړی چې یوازې کابل کې د روان میلادي کال د اکتوبر په وروستۍ اوونۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څلور پېښې ثبت شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د راه فردا ټلویزیون خبریال حسین احمدي، په لوګر ولایت کې د یوې محلي راډیو مدیر زاهد‌الله حسین‌‌خیل، د خامه پرس خبریال عبدالخالق حسیني وهل او ډبول او په کابل کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري د ایران صدا او سیما شبکې پر تصویر اخیستونکي علي‌رضا وسله‌وال برید د تاوتریخوالي د نمونو په توګه یاد کړي دي.

په ورته مهال دغې کمېټې په کابل کې د لوږې او بې‌‌وزلۍ له امله د «مشرانو جرګې» د ټلویزیون د تخنیک برخې د کارمند ځان وژنه هم ثبت کړې ده. د مشرانو جرګې ټلویزیون د تخنیک برخې کارمند محمد‌هارون نیرومند تېره اوونۍ د بې‌وزلۍ او وزګارتیا له امله ځان وژنه وکړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتلو سره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼې پېښې ثبت شوي چې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د اندېښنې لامل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام