د ټرافیکو ریاست په پنځو میاشتو کې ۱۸۰۰ بې‌اسناده برښنايي موټر ثبت کړي

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي، په تېرو پنځه میاشتو کې یې د کابل ولایت په کچه ۱۸۰۰ تېزرفتاره، برښنایي او بې‌اسناده «یوکیلي» موټر ثبت کړي دي.
د ټرافیکو د عمومي ریاست د پلان او پالیسي مدیر عبدالودود خیرخوا سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغو شمېرو پر بنسټ، یوازې په کابل ولایت کې د تازه ثبت شویو بې‌اسناده موټرو پنځه سلنه یې برښنایي موټر دي

د حج او اوقافو وزارت: ټول هېواد کې ۷۲زره جوماتونه دي

د حج او اوقاف وزارت مسوولان وايي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۲۰۰۰ جوماتونه شتون لري چې چې ۷۰۰۰ یې دغه وزارت سره ثبت دي. د حج او اوقاف وزارت د دفتر رییس په وینا، ټول رسمي جوماتونه د ملکي خدماتو د کارکوونکو د معاشونو اصولو سره سم معاشونه ترلاسه کوي.

اسلامي امارت پوځي محکمه جوړه کړه

د افغانستان اسلامي امارت اعلان کړی چې د «شرعي نظام ټينګښت»، «د الهی احکامو پلي کول» او د «ټولنې اصلاح» لپاره یې د سرپرست حکومت په تشکیل کې پوځي محکمه جوړه کړې ده. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه پوځي محکمه د اسلامي امارت د رهبر هبت‌الله اخوند‌زاده د فرمان پراساس رامنځ ته شوې.

خوندیتوب کمېټه: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدل د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې نن په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د وروستیو اوونیو پر مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څو پېښې ثبت شوې دي.

پولیس تر دې وروسته بې‌اسناده موټر ضبطوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بې‌اسناده موټرو د ثبتولو موده پای ته رسېدلې او تر دې وروسته به د ګرځېدو پر مهال نه یوازې درول کېږي، بلکې ضبط به هم شي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې تر دې وروسته به د بې‌اسناده موټرو پر تګ‌راتګ جدي څارنه کوي او له لیدو سره سم به یې ضبط کړي.