استادان د دارالمعلمینونو د لغوه کولو پرېکړه ناعادلانه بولي
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېر استادان د ښوونکو د روزنې بنسټونو د لغوه کولو پرېکړې په غبرګون کې وايي، دغه بنسټونه اغېزناک دي او باید د پوهنې وزارت له چوکاټ څخه ونه اېستل شي.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېر استادان د ښوونکو د روزنې بنسټونو د لغوه کولو پرېکړې په غبرګون کې وايي، دغه بنسټونه اغېزناک دي او باید د پوهنې وزارت له چوکاټ څخه ونه اېستل شي.
د سلاموطندار له لوري د ټولو شویو معلوماتو پر بنسټ، افغانستان کې د ۴۹۲ پراختیايي پروژو چارې چې ټولییز ارزښت یې څه باندې ۱۷۶ میلیارډ افغانیو ته رسېږي، په ټپه درېدلې دي. د سلاموطندار د راټولو شویو معلوماتو له مخې، دغو پروژو ته له ځانګړې شویو پیسو څخه یوازې ۵۷ میلیارډ افغانۍ چې ۳۲سلنه کېږي، مصرف شوي دي.
لسګونه هغه خبریالان چې د جمهوريت له سقوط وروسته نورو هېوادونو ته د رسېدو لپاره په لنډمهالي توګه ایران کې اوسېږي، له خپل بد وضعیت څخه شکایت کوي. دغه خبریالان چې تېر یوه کال راهیسې ایران کې ژوند کوي وايي، د خبریالانو او د رسنیو هغه ملاتړي بنسټونه چې دوی یې ایران ته د تلو لپاره هڅولي وو، د دوی دوسیو ته رسېدنه نه کوي.
کابل ته له سوېلي ولایتونو بېځایه شوې سلګونه کورنۍ د ژمي په رارسېدو سره له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د مالیې وزارت مسوولان وايي چې افغانستان د بهرنیو هېوادونو او بنسټونو د پور له درکه ۱.۴ میلیارډ ډالر پوروړی دی.
د مالیې وزارت مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته وویل چې دوی تر دا مهاله د دغو پورونو د ادا کولو په موخه ۶.۱ میلیون ډالر ورکړي دي.
یوشمېر خبریالان وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې پر رسنیو محدودیتونه ډېر شوي او دغه کار د رسنیو عادي فعالیت او د غږ ازادۍ ته زیان رسولی دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان د روغتیايي سیستم وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد د روغتیايي سیستم له پاشلتیا څخه د مخنیوي بشردوستانه هڅې بسنه نه کوي. په ورته مهال د سره صلیب کمېټې رییس ټينګار کړی چې دغه بنسټه هڅه کوي، څو د افغانستان د روغتیايي سیستم د پاشلتیا مخه ونیسي.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې نن په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د وروستیو اوونیو پر مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څو پېښې ثبت شوې دي.
سره صلیب خبرداری ورکړی چې مرستندویه سازمانونه په یوازې ځان په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنوي توان نه لري. دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له طالبانو سره همکاري وکړي. د سره صلیب عمومي مدیر رابرټ ماردیني ویلي، دغه بنسټ پر افغانستان د طالبانو له واکمېدو راهیسې له نورو سازمانونو سره خپلې هڅې پراخې کړي.
په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له امله، سلګونه کورونه ویجاړ او زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي. دغه بېځایه شوي چې ډېرشمېر یې کابل ته راغلي اوس مهال د دغه ښار په سرای شمالي او نوي ښار سیمو کې په خراب وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون