د مالیې وزارت مسوولان وايي چې افغانستان د بهرنیو هېوادونو او بنسټونو د پور له درکه ۱.۴ میلیارډ ډالر پوروړی دی.

د مالیې وزارت مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته وویل چې دوی تر دا مهاله د دغو پورونو د ادا کولو په موخه ۶.۱ میلیون ډالر ورکړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رییس نصرالله محمود دې ناسته کې همداراز وویل چې دغه پورونه د مخکیني حکومت پرمهال اخیستل شوي دي.

په همدې حال کې د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رییس بیا وايي چې دوی په تېر یوه کال کې ۱۵۱ میلیارډ افغانۍ عواید ټول کړي او افغانستان کې بهرنیو مرستو ته اړتیا نه لري.

نوموړي زیاته کړه چې مالیې وزارت په مخکیني حکومت کې تر ټولو فاسده اداره شمېرل کېده، خو د دوی په هڅو له یادې ادارې څخه فساد په بشپړه توګه له‌منځه تللی دی.

بل‌خوا د مالیې وزارت ویاند احمد‌والي حقمل وايي چې د متقاهدینو د حقوقو د ورکړې لپاره یې ۴ میلیارډ افغانۍ ځانګړې کړي چې ډېر ژر به یې د ورکړې بهیر پیل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دا لومړی ځل دی چې ملي بودیجه له کورنیو عوایدو څخه برابرېږي. له دې وړاندې مالیې وزارت ملي بودیجه ۲۳۱ میلیارډ افغانۍ ښودلې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام