د کرېکټ شل اووره نړیوال جام د ۱۲ غوره سیالیو په لړ کې به نن افغانستان خپله دویمه لوبه د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې وکړي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه د افغانستان پر وخت نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان د اسټرالیا په کوربه‌توب په روان شل اووره نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته بایللې ده.

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې بیا په روان شل اووره نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي له اسټرالیا وګټله او په خپل ګروپ کې لومړی ځای لري.

افغانستان په خپلو وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې یوازې یوه ګټلې او پاتې څلور یې بایللې دي. خو د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې بیا یوازې یوه لوبه بایللې او پاتې یې ګټلې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

نیوزیلنډ او افغانستان په شل اووره سیالیو کې یو ځل سره مخ شوي چې هغه سیالي له افغانستانه نیوزیلنډ په اتو وېکټو ګټلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام