Asset 1SWN

سلام وطندار

کرېکټ نړیوال جام؛ نیوزیلنډ اسټرالیا ته په ۸۹ منډو ماته ورکړه

347992

د اسټرالیا په کوربه‌توب د روان شل اووره نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په یوې په زړه‌پورې لوبه کې اسټرالیا ته د ۸۹ منډو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالی کې د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د درېوو لوبغاړو په سوځېدو د اسټرالیا لوبډلې ته د ۲۰۱ منډو هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نیوزیلنډ لپاره په توپوهنه کې ډېوېډ کانوې ښه وځلېد او ناسوځېدلې ۹۲ منډې یې جوړې کړې. فېن الېن هم د نیوزیلنډ لپاره په ۱۶ توپونو چټکې ۴۲ منډې وکړې.

د نیوزیلنډ د ورکړل شوي هدف په ځواب کې د اسټرالیا لوبډلې یوازې ۱۷.۱ اورونه ولوبول او ټوله لوبډلې یې په ۱۱۱ منډو وسوځېده.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د نن ورځې په دویمه سیالي کې به افغانستان د انګلستان له کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام