Asset 1SWN

هند نړیوال جام کې زمبابوې ته ماته ورکړه

348914

د هند کرېکټ ملي لوبډلې نن د سوپر ۱۲ پړاو په وروستۍ لوبه کې زمبابوې لوبډلې ته د ۷۱ منډو په ماتې ورکولو سره په خپل ګروپ د لومړۍ لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

هندۍ لوبډلې په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو زمبابوې لوبډلې ته د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هند لپاره په توپوهنه کې سوریا کونار یادوف ناسوځېدلې ۶۱ او  کېل راهول ۵۱ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلې د یاد هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او ټوله لوبډلې یې په ۱۷.۲ اورونو کې په ۱۱۵ منډو وسوځېده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام د نیمه پایلوبو لپاره څلور لوبډلې په ډاګه شوې. راتلونکې چهارشنبه به نیوزیلنډ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې له پاکستان او په سبا پنج‌شنبه به یې هند له انګلستان سره لوبه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام