Asset 1SWN

روزګان کې د ثبت شویو کلبونو ترمنځ د کرېکټ سيالۍ پیل شوې

۳

د روزګان د کرېکټ امریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ثبت شویو یوولس کلبونو ترمنځ یې رسمي ۲۵ اوریزې سیالۍ پیل کړي دي.

دغه سیالي نن شنبه د غبرګولي ۱۳مه د روزګان مرکز ترینکوټ ښار کې پیل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روزګان د کرېکټ امریت مسوول خیرالله افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه لوبې یې د ولایت په کچه راتلونکو سیالیو ته د غوره لوبغاړو د پېژندو په موخه جوړې کړې دي.

بل‌خوا یادو سیالیو کې لوبېدونکي یو‌شمېر لوبغاړي د دغو لوبو له جوړېدو خوښي څرګندوي، خو زیاتوي چې د کرېکټ په ډګر کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی له اړوند چارواکو او ادارو غوښتنه وکړه چې دغه ولایت کې د کرېکټ معیاري لوبغالی او د لوبغاړو لپاره روزنتونونه «اکاډمي» جوړې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روزګان د کرېکټ امریت مسوول بیا وايي چې دغه ستونزې یې له کرېکټ بورډ سره شریکې کړي او په وینا یې، هغوی یې ژر تر ژره د هوارېدو ډاډ ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام