Asset 1SWN

سلام وطندار

نړیوال جام؛ نیوزیلنډ سریلانکا مات کړ

348368

د اسټرالیا په کوربه‌‌توب د روان ۲۰۲۲ کال د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې نن د نیوزیلنډ او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو لوبه وکړه چې نیوزیلنډ لوبډله بریالۍ شوه سریلانکا ته د ۶۵ منډو په توپیر ماته ورکړي.

نیوزیلنډ په یاده لوبه کې د ګلېن فلېپ د سلیزې پر مټ په ټاکل شویو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سریلانکا ته د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ګلېن فلېپ په دغه سیالي کې د نیوزیلنډ لپاره په توپوهنه کې ۱۰۴ منډې جوړې کړې.

خو د ورکړل شوي هدف په ځواب کې د سریلانکا لوبډلې په ۱۹.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۰۲ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۶۵ منډو په توپیر نیوزیلنډ ته وبایلله.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی د نیوزیلنډ ګلېن فلېپ ونومول شو چې ۱۰۴ منډې یې جوړې کړې وې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سبا به د یادو سیالیو په لړ کې زمبابوې له بنګلدېش، پاکستان له نیدرلنډ او هند له سوېلي افریقا سره لوبه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام