Asset 1SWN

د فوټبال نړیوال جام د نیمه پای‌لوبو څلور لوبډلې په ډاګه شوې

ujj6ekrg_france-football-team_625x300_11_December_22

د قطر په کوربه‌توب د فوټبال نړیوال جام د کوارټرفاینل په زړه پورو سیالیو وروسته د نیمه پای‌لوبو څلور لوبډلې په ډاګه شوې.

ارجنټاین، کرواشیا، فرانسه او مراکش هغه لوبډلې دي چې کوارټر فاینل کې یې خپل سیالان مات کړل او نیمه پای‌لوبې ته ووتل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بېګاه شپه په دوو سیالیو کې مراکش پرتګال او فرانسې انګلستان ته ماته ورکړه. مراکش لوبډله لومړۍ افریقایۍ لوبډله شوه چې د فوټبال نړیوال جام نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کوي. دوی بېګاه د کرېسټیانو رونالډو لوبډلې ته یو پر صفر ماته ورکړه.

د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ به د فوټبال نړیوال جام لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې ارجنټاین له کرواشیا سره لوبه وکړي.

دویمه نیمه پای‌لوبه به د همدې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ د مراکش او فرانسې لوبډلو ترمنځ وشي.

له نیمه پای‌لوبو وروسته به د درېیم مقام لپاره هم لوبه وشي چې د نیمه پای‌لوبو بایلونکې لوبډلې به دغه سیالي د راتلونکې شنبې پر ورځ وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د قطر په کوربه‌توب د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام پای‌لوبه به د راتلونکې یکشنبې پر ورځ ۷:۳۰ بجې لوسېل لوبغالي کې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام