Asset 1SWN

د فوټبال نړیوال جام؛ نن شپه د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو پای ته رسېږي

333

د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره پړاو سیالیو په لړ کې نن شپه د مراکش لوبډله له اسپانیا او پرتګال له سویزرلنډ سره لوبه کوي.

بېګاه شپه د دغو سیالیو په لړ کې کرواشیا جاپان او برازیل سوېلي کوریا ته ماته ورکړه او کوارټر فاینل ته یې لاره پیدا کړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د قطر په کوربه‌توب د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو نن شپه په همدو دوو لوبو پای ته رسېږي او راتلونکې جمعه به د کوارټر فاینل لوبې پیل شي.

مراکش لوبډلې په ګروپ پړاو سیالیو کې له درېوو لوبو دوه وګټلې او یوه یې مساوي کړه او په اوو امتیازونو سره د لومړۍ لوبډلې په توګه یې دې پړاو ته لاره پیدا کړه.

د مراکش سیالې لوبډلې اسپانیا هم چې یوه له پیاوړو لوبډلو شمېر کېږي، په ګروپ پړاو سیالیو کې یوه لوبه یې وګټله، یوه یې مساوي کړه او یوه لوبه کې یې هم ماته وخوړه، خو بیا هم له خپل ګروپ څخه په څلور امتیازونو دې پړاو ته راووته.

د نن شپې په دویمه او په زړه پورې لوبه کې د پرتګال لوبډله به له سویزرلنډ سره ولوبېږي چې پرتګالۍ لوبډلې خپل ګروپ کې په دوو بریاوو او یوې ماتې سره د شپږو امتیازونو په لرلو دې پړاو ته راوتلې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د پرتګال سیال سویزرلنډ لوبډلې هم په ګروپ پړاو سیالیو کې په همدې پایلې د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته راغلې او نن شپه به بل پړاو ته د تلو لپاره زیار باسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام