Asset 1SWN

د فوټبال نړیوال جام کې نن درې لوبې کېږي

Ecuador's midfielder #19 Gonzalo Plata (L) and Qatar's defender #14 Homam Ahmed fight for the ball during the Qatar 2022 World Cup Group A football match between Qatar and Ecuador at the Al-Bayt Stadium in Al Khor, north of Doha on November 20, 2022. (Photo by Glyn KIRK / AFP)

د قطر په کوربه‌توب د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن له دوو ګروپونو څخه درې لوبې ترسره کېږي.

بېګاه د یاد جام په پرانېستله لوبه کې کوربه قطر په خپله لومړۍ سیالي کې له ایکوادور لوبډلې دوه-صفر ماته وخوړله. د نن شپې په لومړۍ لوبه کې به له «بي‌» ګروپ څخه د اسیا پیاوړې فوټبال لوبډله ایران له انګلستان سره لوبه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ۵:۳۰ بجې پیل شي.

د فوټبال نړیوال جام له «اې» ګروپ څخه د نن شپې په دویمه لوبه کې بیا نیدرلنډ د افریقا له سینیګال لوبډلې سره مخ ده. یاده لوبه به نن شپه ۸:۳۰ بجې پیل شي.

په ورته مهال له «بي»ګروپ څخه د نن شپې په درېیمه لوبه کې ۱۱:۳۰ بجې به امریکا له ویلز لوبډلې سره خپل بخت وازمايي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د قطر په کوربه‌توب د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام سیالۍ پرون شپه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ګڼ‌شمېر مینه‌وال هم ورغلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام