د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د اسلامي امارت له زندان څخه د امریکايي وګړي د خوشې‌کېدو برخه کې له همکارۍ مننه وکړه.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ، نن پنج‌شنبه د وږي ۳۱مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نوموړي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمدبن عبدالرحمن ال‌ثاني سره لیدلي او د اسلامي امارت له زندانه د امریکايي بندي مارک فریچس د ازادولو په برخه کې د دغه هېواد له هڅو مننه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

اسلامي امارت مارک فریچس چې د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې په کابل کې تښتول شوی و، له حاجي بشر نورزي سره چې ملا محمد عمر ته نږدې کس دی، تبادله کړ.

حاجي بشر نورزی په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا په نیویارک کې ونیول شو او په دایمي بند محکوم شوی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

قطر سیمه کې د امریکا نږدې ملګری دی چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د امریکا او اسلامي امارت د سولې خبرو او د دوحې هوکړې د لاسلیک لپاره اسانتیاوې او زمینه برابره کړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام