د اسلامي امارت امنیتي چارواکي وايي چې نن غرمه یې د کابل پر پاسپورټ ریاست د برید مخه نیولې او برید کوونکی یې موخې ته له رسېدو وړاندې وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عاقل‌جان عزام رسنیو ته په استول معلوماتو کې ويلي، نن غرمه یوه بریدګر چې غوښتل یې د پاسپورټ عمومي ریاست ته ننوځي، د یاد ریاست د امنیتي ځواکونو له لوري له پېژندلو وروسته په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عزام زیاته کړې چې په دغه برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی او یوازې بریدګر وژل شوی دی. تراوسه د دغه برید مسوولیت چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د کابل پاسپورټ ریاست باندې دغه برید داسې مهال کېږي چې د یاد ریاست د مهال‌وېش له مخې، د اوونۍ د پنج‌شنبې ورځ د اسلامي امارت ځواکونو او د هغوی د کورنۍ غړو ته د پاسپورټ اخیستو ته ځانګړې شوې ده.

د کابل پاسپورټ ریاست ته هره ورځ په سلګونه کسان مراجعه کوي چې ډېر کله د ګڼې ګوڼې له امله یې کنټرول ستونزمېږي.

د یاد ریاست چارواکو په وار وار رسنیزو غونډو کې له خلکو غوښتنه کړې چې دغه ریاست ته دې په خپل نوبت مراجعه وکړي او د دغه ریاست مخته دې بې‌ځایه ګڼه ګوڼه نه جوړوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاسپورټ عمومي ریاست میاشت وړاندې د تخنیکي ستونزو له امله تړل شوی وو او د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ یې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام