د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې له بد امنیتي وضعیت څخه اندېښنه ښيي او وايي، سره له دې چې د اسلامي امارت امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکوي، خو دغه هڅې د پام وړ پایلې نه لري.
عمادالدین د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې اوسېدونکی دی او وايي، دوه ورځې وړاندې د ماښام په پنځو بجو وسلهوالو غلو یې موبایل او د ۱۷کلن زوی جمپر ترې غلا کړ.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «کوڅو او بازار کې نامشخصو کسانو بیرته د مبایل غلاوې پیل کړي. څو ورځې وړاندې د زړو مکرویانو سیمه کې پنځه ناپېژانده کسان ۱۷ کلن هلک دروي او ورته وايي، چې ټلیفون د راکه. جمپر یې هم ترې اخیستی. مونږ د اسلامي امارت امنیتي مسوولینو څخه غواړو، چې توجه وکړي.»
سیداقا هم د کابل ښار اوسېدونکی دی او وايي، یوولسمې او پنځلسمې حوزه کې د شپې لهخوا هوايي ډزې، وژنې او غلاووې زیاتې شوي او خلک د ماښام تر پنځو بجو وروسته نشي کولی، خپلو کورونو څخه بهر شي.
خو د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي کابل ښار کې د جنايي پېښو زیاتېدل ردوي او وايي، تر پخوا د جرایمو سطحه ټيټه شوې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د جنايي جرایمو زیاتېدو په اړه د کابل ښاریانو اندېښنې داسې مهال دي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې کابل ښار کې دوه د سړک غاړې ماین چاودنې او د ښار مختلفو سیمو کې د وژنې ۴ پېښې رامنځ ته شوي دي.