Asset 1SWN

د کابل اوسېدونکي: هټۍ‌وال په لوړه بیه توکي پلوري؛ ښاروالي: ۱۵۰هټۍ مو تړلي

n00073225-b-1024x734

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو د بیې له لوړېدو څخه شکایت کوي او له کابل ښاروالي غواړي چې د خوراکي توکو پر هټیو څار او کنټرول ولري.

دوی سلام‌وطندار ته وویل چې هټۍ‌وال په خپل‌سري توګه په لوړ قیمت توکي پلوري چې ګڼ‌شمېر کورنۍ یې د پېرلو توان نه‌لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل اوسېدونکي وحید وویل: «هېواد کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او خلک د وریجو، غوړیو، اوړو او نورو توکو د پېر توان نه‌لري. یو من رومي کابل کې په ۴۰۰ افغانۍ او پیاز په ۵۵۰ افغانۍ خرڅېږي.»

د کابل ښاریانو په وینا، سره له دې چې کابل ښاروالي هټۍ‌والو ته نر‌خ‌نامې هم ورکړي، خو د هټۍ‌والو له‌خوا نه عملي کېږي.

له دې سره کابل کې د خوراکي توکو هټۍ‌وال غلام‌محمد وايي، د کابل ښاروالۍ نر‌خ‌نامې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو په دلیل د تطبیق وړ نه دي.

نوموړي وویل: «نرخونه له پورته قمیته راځي، بوره په ۲۷۰۰ افغانۍ وه، خو نن ۳۲۵۰ افغانۍ ده. پخوا به مو ۶۰ افغانۍ خرڅوله، اوس یې باید ۷۰ افغانۍ وپلورو، خو د ښاروالي نرخ ۵۹ افغانۍ ده. وریجې په ۱۲۰ افغانۍ دي، خو ۱۳۰ افغانۍ تمامېږي، ځکه چې سوداګر خوراکي توکي په لوړه بیه راوړي او موږ چې څه واخیستل، خرڅوو یې.»

په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ مسوولان خبرداری ورکوی چې هغه هټۍ‌وال به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې په لوړه بیه توکي پلوري.

دوی وايي، تراوسه یې کابل ښار کې تر ۱۵۰ پورې هغه دوکانونه هم تړلي چې په خلکو یې په لوړه بیه خوراکي توکي پلورل.

د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزي وویل: «کابل ښاروالي له تېرو دوو اوونیو راهیسې هټۍ‌والو ته نرخ‌نامه ټاکلې او څه باندې ۱۵۰هټۍ یې تړلي چې له نرخ‌نامو یې سرغړونه کړې چې په لوړه بیه یې خوراکي توکي پلور مهر او لاک شوي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د روژې میاشتې په رانږدې کېدو سره تل د خوراکي توکو بیې لوړېږي او مسوولان نه‌شي کولای بازارونو کې د خوراکي توکو بیې کنټرول کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام