Asset 1SWN

 روژه او د توکو لوړې بیې؛ د پروان اوسېدونکي: نرخونه دې کنټرول شي

Parwan 111

د پروان مرکز چاریکار ښار یوشمېر اوسېدونکي روژه کې د خوراکي او نورو لومړنیو توکو د بیې له لوړوالي څخه شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې له یوه پلوه یې د بې‌وزلۍ له کبله دسترخوانونه تش شوي او له بل‌خوا هټۍ‌وال په خپله خوښه توکو ته نرخونه ټاکي او پر خلکو یې پلوري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د چاریکار ښار یوه اوسېدونکي احمدصمیم وویل: «د خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې دي. رومي بانجان چارک له ۴۰ تر ۵۰ افغانۍ دي، خو اوس ۸۰ تر ۱۰۰ افغانیو لوړ شوي دي. اووړه او غوړي هم لوړ شوي. له ښاروالي غواړو چې پر بازار څارنه ولري.»

د چاریکار ښار یوه بل اوسېدونکي هارون هم دغه ښار کې د خوراکي او نورو توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وايي چې د هر څه بیې لوړې شوې دي.

نوموړی هم له ښاروالي غواړي چې بازار کې د توکو نرخونه کنټرول کړي، ځکه په وینا یې، ښاروالي یې مسوولیت لري.

د چاریکار ښاروال سیدایمل نیکمل‌اغا بیا سلام‌وطندار ته وايي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت سره په ګډه دې هڅه کې دي چې دغه ولایت کې د توکو د پلور لپاره نرخ‌نامې وټاکي.

هغه زیاته کړه چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ تغییر د توکو د بیو ټاکلو برخه کې ستونزې پیدا کوي، خو په وینا یې، پر دې سربېره هم د ښاروالي له لوري ګومارل شوي کسان تل هڅه کوي چې نرخونه کنټرول کړي.

د چاریکار ښاروال: «موږ عمومي ریاست لرو چې موضوع ورسره شریکه کړې، څو هغه جنسونه چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت یې اخلي، موږ ته روښانه کړي او موږ له دې لارې د ښار اصنافو سره خبرې وکړي او نرخونه ورته وټاکو. څوک چې احتکار کوي، دا ناروا دی. زموږ ډله بازار کنټرولوي. نرخونه سم نه ټاکل کېږي، ځکه بازار په یو حال نه وي او ازاد بازا دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د روانې روژې میاشتې له پیله د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې خلک د توکو په ځانګړې توګه د سیزیو د بیې له لوړوالي شکایت کوي او له اړوند مسوولانو غواړي چې بازار کنټرول کړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام