Asset 1SWN

ناپېژنده کسانو بامیان او پروان کې دوه ځوانان په مرموز ډول وژلي

8b0d5a78-9d89-41b6-89a8-9da8e8a950d0

د بامیان او پروان محلي مسوولان وايي چې دغو ولایتونو کې دوه کسان د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوي دي.

د پروان د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو د څېړنې امر فیض‌الرحمن حامد نن چهارشنبه د سلواغې ۱۹مه سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شاوخوا ۸:۳۰ بجې د چاریکارو ښار اړوند «پُل بابا حاجي» سیمه کې ناپېژنده کسانو یو ځوان وژلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

حامد زیاتوي چې دغه ځوان حشمت‌الله نومېږي او ۲۰ کاله عمر لري چې د کابل د نهمې ناحیې اصلي اوسېدونکی دی. تراوسه معلومه نه ده چې دغه ځوان ولې وژل شوی، خو د پروان د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو د څېړنې امر په وینا، په اړه یې دوه کسان نیول شوي دي.

بل‌خوا د بامیان محلي مسوولان هم وايي چې دغه ولایت کې یو ځوان د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی. د مسوولانو په وینا، پېښه د دغه ولایت د شیبر ولسوالي اړوند «دره شکاري» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بامیان د امنیې قومندان ویاند محمد‌خواني رسا سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ځوان علي‌داد نومېده او ۲۰ کاله عمر یې لرله چې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ تښتول شوی و او پرون سهار یې شیبر ولسوالي کې جسد موندل شوی دی.

د نوموړي په وینا، علي‌داد چوپان و او د بامیان مرکز اړوند «سرخ‌قول» کلي کې اوسېده. د بامیان د امنیي قومنداني ویاند زیاته کړه چې تراوسه د دې وژنې انګېزه نه ده معلومه او په اړه یې څېړنې پیل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د وروستیو میاشتو پر مهال د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د ناپېژنده کسانو له لوري د وژنې پېښې زیاتې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام