په هلمند ولایت کې له لوږې سره د مبارزې نړیوالې موسسې مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

د دغې موسسې د مسوولانو په وینا، که څه هم دوی په هلمند ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره خدمات وړاندې کوي، خو وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر خورا ډېر شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هلمند کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومان د درملنې لپاره د دغې موسسې د کلینیک یوه ډاکټر بسم‌الله احمدزی وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې دغه کلینیک ته پر خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان وروړل شوي دي.

د نوموړي په وینا، دوی یوازې پر خوارځواکۍ اخته ۲۰ ماشومان کندهار او کابل ته درملنې لپاره لېږلي او د پاتې ټولو ماشومانو درملنه په دغه ولایت کې شوې چې په دې موده کې درې ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له کبله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

په ورته مهال هلمند کې د له لوږې سره د مبارزې موسسې «TFU» کلینیک مسوولان وايي چې یاد کلینیک ته د دغه ولایت سربېره، د کندهار له یو‌شمېر ولسوالیو څخه هم پر خوارځواکۍ اخته ماشومان وروړل کېږي او دوی یې مېندو او پیوازانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی هم ورکوي.

 په هلمند کې د خوارځواکۍ د برخې ډاکتره نظیفه واحدي وایي، له زېږون وروسته ګڼ‌شمېر مېندې خپل ماشومان په سمه توګه نه مړوي او په وینا یې، هر نوي زېږېدلي ماشومان ته باید تر دوه کلنۍ پورې د مور شیدې ورکړل شي.

د هغې په وینا، له پنځو کلنو کم عمره ماشومان پر خوارځواکۍ ډېر اخته کېږي چي لامل یې د مېندو د ځان او ماشوم حفظ الصحې ته نه پام، د ماشومانو ترمنځ د زېږون واټن نه مراعتول او په ټولنه کي د عامه پوهاوي نشتووالی دی.

هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله ګڼ‌شمېر کورنیو خپلې مالي سرچینې له لاسه ورکړي او له بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خلک د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو وس او توان نه لري او له همدې امله د ګڼ‌شمېر کورنیو ماشومانو ته په سمه توګه خواړه نه رسېږي او د خوارځواکۍ ښکار ګرځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام