په پکتيا کې يوشمېر بڼوال او د دې برخې کارپوهان وايي، د مني په موسم کې بڼونو ته د حیواني سرې ورکول ډېره ګټه لري. د دوی په وینا، حيواني سره تر ونو لاندې ځمکه نرموي او د ونو په وده کې مهم رول لري. د پکتيا د احمداباد ولسوالي یو بڼوال روزي‌خان وايي، په خپل بڼ کې حيواني سره په دوو وختونو کې کاروي چې يو د مني موسم او بل هم په پسرلي کې د غوي میاشت ده.

هغه وايي چې په خپله ځمکه کې یې د کمپوسټ جوړولو لپاره ځای کيندلی، «له خپلو پټيو څخه اضافي ګياوې راټولوم، هلته یې ور اچوم، حیواني سره وراچوم، سپینه بوریا سره هم وراچوم او پر سر یې میده رېګ (شګه) اچوم او اوبه کوم یې. په دوو یا درېوو میاشتو کې ترې کمپوسټ جوړېږي او بيا يې لومړی د ونو بېخونو ته اچوم او وروسته یې ټول پټي کې شيندم.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

روزي‌خان زیاتوي چې بڼونو ته د حیواني سرې له ورکولو وروسته ټوله ځمکه اړوي، څو حیواني سره تر خاورو لاندې شي. نوموړی زیاتوي چې څلور څاروي لري او سره یې تر ډېره د بڼونو لپاره بسنه کوي، خو که نورې سرې ته یې اړتیا پېښه شي، له فارمونو یې پېري. هغه ټینګار کوي چې حیواني سره د بڼ او کرنیزې ځمکې لپاره ډېره ګټوره ده.

په همدې حال کې د بڼوالۍ برخې کارپوهان هم وايي چې حیواني سره په بشپړه توګه د نبات لپاره عصوي توکي برابروي. د بڼوالۍ برخې کارپوه هدایت‌الله چې په یاده برخه کې یې لوړې زده‌کړې کړي وايي، حیواني سره په خپل جوړښت کې نایتروجن، فاسفورس او پوتاشیم لري او د نبات لپاره ټول عصوي توکي برابروي.

هغه بڼوالو ته سپارښتنه کوي چې لومړی دې حیواني سره کمپوسټ کړي چې ښه تجزیه شي او بیا دې ونو او بڼونو ته ورکړي. نوموړی وايي، یو جریب ځمکې ته باید له‌ ۴۰۰ کيلوګرامه تر يو ټن پورې حيواني سره ورکړل شي او که تر دې زیاته هم شي، زیان نه لري.

هدایت زیاتوي: «حیواني سره د خاورې فزیکي، بیالوژیکي او کیمیاوي ځانګړنې ښې کوي. د خاورې ښېرازي زیاتوي، د خاورې د اړتیا وړ نایتروجن او طبیعي سرچینې جوړوي، خاوره کې عصوي او نور عناصر زیاتوي او د اوبو ساتلو وړتیا یې لوړوي.»

محمدنبي بیا په پکتیا کې د یوه فارم مسوول دی. هغه وايي، د ورځې په اوږدو کې یې په فارم کې د ټراکټور یوه ټېله حیواني سره ټولېږي، خو په خبره یې، کمپوسټ ترې نه جوړوي او پر بڼوالو یې پلوري.

د نوموړي په وینا، حیواني سره په خپلو بڼونو کې هم کاروي او د ټراکټور یوه ټېله نوره سره پر بڼوالو په دوه زره افغانیو پلوري. محمدنبي زیاتوي: «سره خو دلته زياته وي. الحمدلله مالداري زياته ده، دلته له څلوېښتو تر پنځوسو پورې څاروي دي، د ورځې یوه ټېله سره برابرېږي. موږ خو يې په ساده طریقه يوځای سره ټولووو، بيا يې خلک له موږ وړي؛ ډېر ګټور شی دی، د ونو لپاره د نور فصل لپاره ګټوره ده.»

د پکتيا ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولان هم وايي چې د مني موسم کې په پکتيا کې ډېری بڼوال په خپلو بڼونو کې حيواني سره کاروي؛ ځکه چې د بڼ لپاره ډېره ګټوره ده.

د پکتيا د کرنې رياست د باغداري عمومي مدير سنګرمل جلالي وايي، حيواني سره تر کيمياوي ارزانه‌ او ګټه يې زياته ده. د هغه په وینا، په پکتيا کې ډېری مالداران حيواني سره پلوري او له دې لارې ښه عايد ترلاسه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی وايي، تره ډېره يې بڼوالو ته له حيواني سرې د کمپوسټ جوړولو لارې چارې ور ښودلي او اوس بڼوال تره ډېره لومړی سره کمپوسټ کوي او بيا يې په بڼ کې کاروي.

جلالي زیاتوي: «موږ چې د هر بڼوال باغ ته د څارنې او ارزونې لپاره ورځو، سپارښتنه ورته کوو. د کمپوسټ جوړولو او حیواني سرې د کارونې لارښوونه ورته کوو چې په کومه طریقه خپله حیواني سره او نورې ګیاوې راټولې او کمپوسټ یې کړي، د کمپوسټ په توګه ترې ګټه واخلي او په خپلو باغونو کې یې ولګوي.»

د بڼوالۍ برخې د کارپوهانو په وینا، که يو بزګر او بڼوال پر يو جريب ځمکې تر يو ټن د زياتې حيواني سرې د کارولو وسه ولري، د خاورې په ښه کېدو او د نبات په وده او حاصل کې د پام وړ اغېز لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام