Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د مڼو حاصلاتو ډېروالی؛ بڼوال: په نیمه بیه یې پلورو

4169698_0_220_3232_2048_1920x0_80_0_0_dcf8f946220e7d8609fdb395beba1b24

میدان‌وردګ کې د مڼو یوشمېر بڼوال وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال د مڼو حاصلات د پام وړ ډېر شوي، خو د مناسب بازار نشتون له امله یې په نیمه بیه پلوري.

دوی له مسوولانو غواړي چې د مڼو لپاره یې په کور دننه او بهر بازارموندنه وکړي او د تازه مېوو د ساتنې لپاره مرکز میدان‌ښار او ټولو ولسوالیو کې معیاري سړې خونې جوړې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

میدان‌وردګ د یوه بڼوال عصمت‌الله وویل: «د تېرو کالونو په پرتله سږ کال د مڼو حاصلات لوړ شوي، خو له وچکالي سره مخامخ یو، په تېرو کالونو کې چې اب‌سالي وه، مڼې به غټې وې، خو سږ کال حاصلات لوړ دي، خو مڼې وړې دي.»

په ورته مهال یوه بل بڼوال عبدالشکور په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «حکومت باید د میدان وردګو ولایت د مڼو بڼوالو حاصلاتو ته مناسب بازار ولټوي، سړې خونې جوړې کړي، چې د یو څه وخت لپاره مڼې پکې وساتل شي او په لوړه بیه یې وپلورل شي او همدارنګه حکومت باید د اوبو بندونه جوړ کړي چې له وچکالۍ خلاص شو.»

د ميدان‌وردګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امر احسان‌الله بمبيوال سلام‌‌وطندار راډيو ته وويل، روان کال مرکز میدانښار او ۹ ولسوالیو کې شاوخوا ۱۳۰ زره ټنه مڼې ترلاسه شوي چې د تېرکال په پرتله یې د حاصلاتو کچه د پام وړ لوړه شوې.

د هغه په وینا، د بڼوالو محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره یې هم هڅې پیل کړي دي.

نوموړي وویل: «سږ کال د تېرو کالونو په پرتله د مڼو حاصلات د کیفیت او کمیت له اړخه لوړ دي او شاوخوا ۱۳۰ زره متریکه ټنه د مڼو حاصلات اټکل شوي چې له ۹ ولسوالیو ترلاسه شوي دي، دا چې سږ کال د خسته لرونکو میوه جاتو لکه زردالو، بادام، ګېلاس په پرتله مڼې له یخ څخه خوندې وې او یخ ونه وهلې، د مڼو ناروغۍ هم کمې وې، نو انشالله سږ کال زمونږ د مڼو حاصلات ډیر لوړ دي.»

د ميدان‌وردګ د کرنې رياست د کرنيزو چارو امر زیاتوي چې دغه ولایت کې د مڼو د حاصلاتو لوړیدو یوازینی لامل د مڼو د پالنې په اړه د بڼوالو د پوهاوي کچې لوړیدل دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه همدارنګه وايي، تېرکال میدان‌وردک کې نږدې ۸۵ زره ټنه مڼې او ۱۰ زره ټنه زردالو ترلاسه شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام