د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې وړمه شپه ناپېژنده کسانو دغه ولایت کې د یوه باغ ٣٠٠ میوه لرونکې ونې پرې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیکا د والي ویاند ثناالله وایي چې د دې ولایت د اومنې ولسوالي اړوند د ګناوې په کلي کې ناپېژنده کسانو د یوه باغ ٣٠٠ د مڼو ونې چې په بار رسېدلې وې پرې کړي او له‌منځه یې وړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د یادې پېښې لامل تراوسه نه دی معلوم شوی او نه یی په اړه څوک نیول شوي، خو ټینګار کوي چې په دې تړاو څېړنې روانې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام