چارواکي د هر نوي ښوونیز کال د پرانېستې پر مهال د ښوونې او روزنې پر وړاندې د ستونزو د حل ژمنې کوي، خو لا هم د ټول هېواد په کچه زده‌کوونکي د ښوونځیو، کتابونو او ښوونکو له کمښت او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

د پکتيا، خوست او پکتيکا د پوهنې ریاستونو مسوولان وايي، د سوېل ختيځ زون په دغو درېوو ولايتونو کې د ۷ زره ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

د پکتیا د پوهنې رییس کوچی ځاځی وایي، په دغه ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو نه موجودیت او د کتابونو کمښت پر ستونزو سربېره ۳ زره ښوونکو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، اوس پکتیا ولایت کې ۴۲۴۵ رسمي ښوونکي پر تدریس بوخت دي او شاوخوا ۳۰۰۰ نورو ښوونکو ته اړتیا لیدل کېږي.

په ورته وخت کې د خوست د پوهنې رییس نصیر روښان هم وايي چې د روان ښوونيز کال لپاره ۲نیم زره ښوونکو ته اړتیا لري چې زده‌کوونکو ته تدريس وکړي او د زده‌کړو بهیر روان وساتي.

هغه وايي، د یاد ولایت د پوهنې ریاست اړوند ښوونځي ۲۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري او که دا تشه ډکه نه شي، د دغه ولایت پر پوهنیز بهیر به منفي اغېز وکړي.

د خوست په ګاونډ کې د پکتيکا د پوهنې رییس محراب‌الدين شفق هم په دغه ولایت کې د ښوونکو د کمښت په اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې ۱۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري او د یاد ولایت په هغو ولسوالیو کې چې ښوونځي نشته د تشکیل له کمښت سره مخ دي.

بله‌خوا د پکتيا، خوست او پکتيکا د ولايتي شوراګانو غړي اندېښنه ښيي، که د ښوونکو کمښت ستونزې ته پام و نه ‌شي، په دغو درېوو ولایتونو کې به له ۲سوه زرو زيات زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې شي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی محمدالرحمان قادري وایي، یوشمېر زده‌کوونکي چې په دغه ولایت کې له دولسم ټولګي څخه فارغېږي، د دې جوګه نه وي چې د کانکور په ازموینه کې بریالي شي؛ په وینا یې، یاد زده‌کوونکي په ټول ښوونیز کال کې د ښوونکو د کمښت له امله نالوستي پاتې کېږي.

په ورته مهال د خوست د ولایتي شورا غړی نورشا نوراني او د پکتيکا د ولايتي شورا رییس بختيارګل همت اندېښنه ښيي، که یادو ولایتونو ته پر وخت نوي ښوونکي ور نه کړل شي، زده‌کوونکي به یې د زده‌کړو له نعمت څخه بې‌برخې پاتې شي.

په همدې حال کې د پوهنې وزارت ويانده نجيبه ارين که څه هم دا ستونزه مني، خو وايي چې په نږدې راتلونکې کې به هغو ټولو ښوونځيو ته چې د ښوونکو له کمښت سره مخ دي، حق‌الزحمه ښوونکي وګومارل شي.

د هغې په خبره، یاد وزارت په پام کې لري چې یوشمېر حق‌الزحمه ښوونکي ونیسي او په دې سره د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره کړي.

ارین زیاتوي، په ځنډ سره د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې تاییدېدل چې اداري پروسه یې هم ځنډولې وه، د دې لامل شول چې په روان کال کې د ښوونکو د ګومارنې پروسه له خنډ سره مخ شي. نجیبه ارین وايي، له مالیې وزارت سره د نویو ښوونکو لپاره پر بودیجې کار کوي، څو دا ستونزه حل او د هغوی د ګومارنې لړۍ پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني پرون د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښوونکو لپاره ۱۱ زره نوي بستونه منظور کړل.

په پکتيا کې په ۴۰۵ ښوونځيو کې څه باندې ۲۷۰ زره زده‌کوونکي او د خوست په ۳۷۴ ښوونځيو کې شاوخوا ۳۰۰ زره زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

خو په پکتيکا کې د زده‌کوونکو شمېر کم دی او په ټولو شاوخوا ۴۰۰ ښوونځيو او ديني مدرسو کې چې له ځايي ادارې سره ثبت دي، ۱۶۰ زره زده‌کوونکي زده‌کړې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام