Asset 1SWN

پکتیکا کې د یونېسف ۴۷۸ ټولګیو کې ۱۹۴۴۸ نجونې او هلکان زده‌کړې کوي

IMG_6585

پکتیکا کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف له‌خوا په جوړ شویو ټولګیو کې زرګونه نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د یونېسف له‌خوا ۴۷۸ محلي ټولګي جوړ شوي چې دا مهال په‌کې ۱۹۴۴۸ نجونې او هلکان پر زده‌کړو بوخت دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پکتیکا د پوهنې ریاست د مسوولانو په وینا، په یادو ټولګیو کې د ښوونځي له لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده‌کړې ورکول کېږي.

په ورته مهال د یونېسف له‌خوا په جوړو شویو دې ټولګیو کې ۴۷۸ ښوونکي تدریس کوي چې ۸۸ یې ښځینه ښوونکې دي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۹۴۴۸ زده‌کوونکو له ډلې یې ۷۲۹۳ هلکان او پاتې یې نجونې دي.

د پکتیکا د پوهنې رییس عبدالقیوم فاروقي وایي چې یاد ټولګي د یونېسف له لوري تمویلېږي او د تطبیق چارې یې د سویډن کمیټې او سټارز موسسې له‌خوا پرمخ وړل کېږي. یاد ټولګي له تېر یوه کال راهیسې د پکتیکا مرکز او ولسوالیو کې رامنځته شوي چې د ژمي پر مهال هم فعال وي.

پکتیکا د هېواد له هغو ولایتونو دی چې یو‌شمېر ولسوالۍ یې ښوونځي نه‌لري او یا داسې سیمو کې جوړ شوي چې ډېری ماشومان ترې محروم دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو او لرو پرتو سیمو کې د هغو ماشومانو لپاره د زده‌کړو ټولګي رامنځته کړي چې سیمو کې یې ښوونځي نه وي او یا له زده‌کړو محروم وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام