پکتیکا کې د یونېسف ۴۷۸ ټولګیو کې ۱۹۴۴۸ نجونې او هلکان زده‌کړې کوي

پکتیکا کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف له‌خوا په جوړ شویو ټولګیو کې زرګونه نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د یونېسف له‌خوا ۴۷۸ محلي ټولګي جوړ شوي چې دا مهال په‌کې ۱۹۴۴۸ نجونې او هلکان پر زده‌کړو بوخت دي.

د امریکا سفارت: د نجونو ښوونځیو نه پرانیستل کېدل «ناهیلې کوونکې» ده

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت سرپرست یان مک‌کري له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو نه پرانستل کېدل «ډېره ناهیلې کوونکې» بللې ده. نوموړي نن پر خپل ټویټرپاڼه د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو  د ښوونځیو د نه پرانستل کېدو  په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.