د غور پوهنتون مسوولان او زده‌کړیالان سلام‌وطندار ته وايي چې یاد پوهنتون د نجونو او هلکانو په بېلو ټولګیو کې د زده‌کړو کولو د پرېکړې له کبله د درسي ټولګیو ترڅنګ د مسلکي استادانو له کمښت سره مخ دي.

دوی زیاتوي چې غور پوهنتون کې د درسي ټولګیو او مسلکي استادانو د کمښت سربېره، همداراز د څښاک پاکې اوبه او د لارې خرابوالۍ او لرې‌والی بله هغه ستونزه ده چې د غور زده‌کړیالان او مسوولان ورسره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور پوهنتون رییس محمدنسیم وفا وايي چې د هلکانو او نجونو ټولګیو د بېلوالي له کبله د مسلکي استادانو او ټولګیو له کمښت سره مخ دي چې یاده ستونزه یې په مرکز کې چارواکو ته رسولې او د هوارولو لپاره یې هڅې کوي.

د غور پوهنتون زده‌کړیالان وايي چې د ښوونیزو امکانانو سربېره په دغه پوهنتون کې د مسلکي استادانو کمښت د دې لامل کېږي چې د ښوونې نظام بې‌کیفیته شي او د دوی په وینا اړتیا ده چې اړوند مسوولان د یادو ستونزو د حلولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د غور پوهنتون د زده‌کړیالانو په خبره، که چېرته په دغه پوهنتون کې شته ستونزې دوام وکړي، ښايي د غور پوهنتون ښوونیز نظام کډوډ وشي او زده‌کړیالان به ونشي کولای چې خپلې زده‌کړې په سمه توګه وکړي.

په همدې حال کې د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي چې له والي سره د یاد پوهنتون د مسوولانو لیدنه کې نوموړي ډاډ ورکړی چې شته ستونزې به یې هوارې کړي او په دې برخه کې به د حکومت له مرکزي چارواکو سره خبرې وکړي.

د غور پوهنتون مسوولان او زده‌کړیالان د یاد پوهنتون د ودانۍ د رغونې له امله اوس د غور پوهنتون په لیلیه کې پر خپلو زده‌کړییزو چارو بوخت دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د غور پوهنتون د مسوولانو په خبره، د یاد پوهنتون د تدریسي ودانۍ د رغونې چارې ۷۰سلنه بشپړې شوي او که چېرته یې  چارې بشپړې شي، نو د ستونزو یوه لویه برخه به یې هواره شوې وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام