د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري د سلام‌وطندار د خبريال نيول کېدل

د سلام‌وطندار خبریال سرور هاشمي چې نن کابل ښار کې د پوهنې وزارت مخته د ښځو د یوه اعتراض د خبري پوښښ لپاره ورغلي و، د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري نیول شوی و چې له شپږ ساعت بند وروسته یې بېرته خوشې کړی دی. سرور هاشمي وايي چې په پوهنې وزارت کې شپږ ساعته تر پوښتنو او ګروېګنو لاندې و.

ا.ا ته د امنیت شورا لس غړي هېوادونه: د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزئ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو غړیو هېوادونو په یوې ګډې ویناپاڼه کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي دې پرانیزي. دوی ټينګار کړی چې دا پرېکړه د هغو ژمنو سره په ټکر کې ده چې اسلامي امارت په وروستیو  اوونیو او میاشتو کې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل ساتلو لپاره کړې وې.