د زابل روغتيايي چارواکي وايي، په دې وروستیو کې دغه ولایت کې يو ډول فنګسي ناروغۍ پیدا شوې چې اوسه پرې سلګونه ماشومان اخته شوي دي.

د زابل د عامي روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي وويل، ياد ويروس چې د ماشومانو په سر کې رامنځته کېږي او د هغوی د سر وېښتان له منځه وړي، د شينکۍ ولسوالي په ډېرو کليو کې خپور شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، د دغه ويروس د کنټرول او مخنیوي لپاره یې سيمې ته روغتيايي ټيمونه لېږلي دي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «دغه يو ډول فنګسي ناروغۍ ده چې د ماشومانو په سر کې پیداکېږي او د سر ويښتان يې له منځه وړي. تراوسه يې په شينکۍ ولسوالي کې سلګونه ماشومان نيولې. د دغه ويروس سرعت زيات چټک دی. موږ سيمې ته روغتيايي ټيمونه لېږلي چې د ياد ويروس د خپرېدو مخه ونيسي.»

که څه هم د زابل ځايي چارواکي وايي، تراوسه د دغې فنګسي ناروغۍ د مړینې رپوټ نه‌دی ورکړل شوی، خو د سیمې اوسېدونکي دا یو ډول وژونکې ناروغۍ بولي او وايي، ځینې ماشومانو د دغې ناروغۍ په دلیل ژوند هم بایللی دی.

د زابل د شينکۍ ولسوالي يو‌شمېر اوسېدونکي چې کوچنیان يې په دغه ویروس اخته شوي سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، کله چې یو ماشوم په دغه ویروس اخته شي، په سر کې یې يو ډول دانې راخېژي.

دوی له روغتيايي مسوولانو غواړي چې د دغې ساري ناروغۍ مخه ونیسي. د زابل اوسېدونکی اغاجان په دې اړه سلام‌وطندار ته وايي: «دغه ناروغۍ چې زموږ کلي ته راغلي ده. خپله يې زما دوه ماشومان نيولي دي. پر سرونو کې داني راختلي، ټول د سر ويښتان يې ختمه شول، موږ نه پوهېږو چې دا څه ډول ناروغي ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د زابل ځايي چارواکي وايي، ښايي دغه ويروس له ګاونډيو هېوادونو زابل ته انتقال شوی وي او دوی یې د کنټرول هڅې پیل کړي. روغتیايي چارواکي د يادې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د ځان او کورنۍ پاک ساتل مهم بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام