د اسلامي امارت د روغتیا وزارت نن له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په تړاو د «له سرطاني ناروغانو د ساتنې تشه ډکه کړئ» تر نوم لاندې غونډه جوړه کړې وه.

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو په دغه غونډه کې وویل چې هر کال افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کسان پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي او له دې ډلې له ۱۶ تر ۲۰۰۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د هرات حوزوي روغتون کې د سرطان ناروغۍ نړیوالې ورځې په تړاو جوړې شوې غونډه کې د یاد ولایت محلي مسوولان وايي چې هرات کې پر سرطان د اخته کسانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی او زرګونه کسان پر یادې ناروغۍ اخته شوي دي.

د هرات محلي مسوولانو پر سرطان ناروغۍ د اخته کسانو د شمېرو له ډېروالي څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په وروستیو دوو کلونو کې د هرات حوزوي روغتون کې پر سرطان ناروغۍ د شاوخوا څلور نیم زره کسانو شمېرې ثبت شوي.

په عامې روغتیا وزارت کې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام حوزوي مسوول فاروق احمد صدیقي په یاده غونډه کې وویل چې هرات ولایت کې په نارینه‌وو کې د معدې، سږکو او پروسټاټ او ښځو کې د سینې او رحم سرطانونو پېښې ډېرې ثبت شوې دي.

بل‌خوا د هرات حوزوي روغتون مسوولان وايي چې هره ورځ د ۱۰ او ۲۰ ترمنځ سرطاني ناروغان د هرات حوزوي روغتون ته مراجعه کوي چې دوی د درملو، بستر او امکاناتو د کمښت له امله ټولو ناروغانو ته رسېدنه نه‌شي کولای.

د هرات حوزوي روغتون سرپرست فیض‌محمد فیضان ډاډ ورکوي چې راتلونکي کې به د سرطان ناروغانو لپاره بستر ډېروي، مسلکي ډاکټران پر دندو ګوماري او یادو ناروغانو او د هرات اوسېدونکو ته به غوره خدمتونه برابروي.

بي‌بي‌نور او عبدالخالق چې د معدې سرطان لري او شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې د هرات حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، سلام‌وطندار ته وايي چې روغتون کې د درملو کمښت له امله اړ دي چې د خپلې درملنې لپاره له نورو پیسې په پور واخلي.

د هرات د روغتیايي مسوولانو د څرګندونو پربنسټ، د یاد روغتیايي مرکز د فعالیت له پیل راهیسې ګڼ‌شمېر سرطاني ناروغان بېرته روغ شوي او ځینې یې بیا روغتون ته پر وخت د نه‌ مراجعې له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره لا ډېر پام وکړي او د درملو ستونزو حلولو ترڅنګ، د یاد روغتیايي مرکز د بسترونو شمېر هم زیات کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام