د هرات د کوویډ۱۹ روغتونونو یوشمېر ډاکټرانو او کارکوونکيو د معاشونو د نه ورکړې او د بستونو د تنقیص له امله د«RHDO» وداندۍ مخې ته اعتراض کړی.

دغه معترض ډاکټران او کارکوونکي وایي چې په وار وار یې د خپلو معاشونو ترلاسه کولو لپاره دولتي بنسټونو او اړوندو موسساتو ته مراجعه کړې خو تراوسه هم د هغوی معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د شیدایي کوویډ ۱۹ روغتون یو تن ډاکټر عبدالرووف رحیمي وایي: «مونږ عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړه، ولایت ته مو مراجعه وکړه او معاونیت ته هم، حکم یې ورکړی او ویلي چې RHDO باید معاشونه ورکړي. اوس مونږ ځو خو هغوی کاغذپراني کوي او هر چېرې چې ځو مونږ ته سپکاوی کوي. مونږ خپل حق غواړو. »

د هرات د شیدایي کوویډ ۱۹ روغتون یو بل ډاکټر مجید هم وایي: « مونږ چې دلته کار کړی، د RHDO دفتر مونږ سره ژمنه وکړه چې له تنقیص په دویمه ورځ به مونږ ستاسې معاشونه ورکړو او له تنقیص څخه ۲۰ ورځې تېریږي، سره له دې چې معاشونه یې نه دي راکړي ځواب هم نه وایي. د دفتر امر وایي چې زه واک نه لرم، کله چې واک نه لرې ولې دې د دفتر امریت اخیستی؟»

د هرات د کوویډ۱۹ روغتونونو یوشمېر خدماتي کارکوونکي چې په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې دي وایي که معاشونه یې ورنکړل شي دوی اړ دي چې خپل پښتورګي وپلوري او خپلو کورنیو ته ډوډۍ پرې برابره کړي.

د دغه روغتون یو تن کارکوونکی حفیظ‌الله وايي: «قرضداره یم، ماشومان مې ناروغان دي. پرون روغتون ته لاړم چې پښتورګی مې وپلورم. د قرضدارانو او پریشانۍ د لاسه له کوره نشتم وتلی. اووه میاشتې کېږي چې موږ ته یې معاش نه دی راکړی او دا زموږ ستونزې دي. موږ له یوه ځایه بل ځای ته لېږي، خو څوک نشته چې ځواب راکړي.»

د یاد روغتون بل کارکوونکی جلیل‌احمد هم وایي: «اووه میاشتې کېږي چې موږ ته یې معاش نه دی راکړی. موږ په یوه ورځ زر بالونونه لېږدول، له هغو ناروغانو سره به وو چې هېڅوک ورته نه راتلل. یوه میاشت کېږي چې موږ یې ایستلي یوو او همداسې قرضدار او ناروغ ګرځو.»

وموغوښتل چې د«RHDO» د دفتر د مسوولانو او په هرات کې د کوویډ۱۹ روغتونونو د کارکوونکو د معاشونو ورکړې په اړه د نورو اړوندو بنسټونو نظر هم واخلو خو ددغو بنسټونو مسوولانو زمونږ اړیکې ځواب نکړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا ریاست د سرویلانس برخې مسوول، احمدامیر نژاد وايي، د کوویډ ۱۹ روغتون د ډاکټرانو او کارکوونکو د معاشونو ورکړې لپاره هڅه کوي څو د دغه ولایت د کووېډ۱۹ روغتونونو د ډاکټرانو او کارکوونکو معاشونه د نړیوالو بنسټونو له طریقه ورکړي.

د هرات د عامې روغتیا د مسوولانو په وینا، سره له دې چې په دغه ولایت کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، خو د هرات د کوویډ ۱۹ روغتون د ځینو ډاکټرانو او کارکوونکو بستونه تنقیص شوي دي. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې اوس مهال ۲۰۰ داکټران او روغتیايي کارکوونکي ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام