په هرات کې د ملکي وګړو د ساتنې کاري ډلې له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې د روان لمریز کال په لیندۍ او مرغومي میاشتو کې د دولت او طالبانو ترمنځ په مخامخ نښتو کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي.

د دغو شمېرو له مخې، په داسې حال کې چې د همدغه کال په تلې او لړم میاشتو کې د نښتو پر مهال یوازې ۱۰ ملکیان وژل شوي وو.

په هرات کې د ملکي وګړو د ساتنې ولسي شورا مشر ملنګ برهاني وايي، یاده مرګ‌ژوبله په کهسان، گلران، اوبې، پښتون‌زرغون، کشک کهنه، کرُخ، شینډنډ او غوریان ولسوالیو کې ملکيانو ته اوښتې ده.

هغه د طالبانو او دولت ترمنځ د نښتو پر مهال پر جګړه‌ييزو تېروتنو نیوکه کوي او وايي، د دواړو لوریو په مخامخ جګړو کې سره له دې چې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، د هغو اوسېدو کورونه، هټۍ او کرنیزې ځمکې هم زیانمنې کړې دي.

د نوموړي په وینا، د هدفي وژنو او جرمونو له کبله اوښتې مرګ‌ژوبله په دغه نوملړ کې نه شاملېږي.

په‎ هرات کې د ملکي وګړو د ساتنې کاري ډلې مشر سیداشرف سادات وايي، د دوی د څېړنو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ جګړه د خلکو کورونو ته غځول شوې او پر هغوی یې ژوند تریخ کړی دی.

نوموړی خبرداری ورکوي، که په هرات کې جګړه‌ييزې تېروتنې او د سپر په توګه د ملکي وګړو کارول همداسې دوام وکړي، د ولسوالیو اوسېدونکي به اړ شي چې ښارونو ته را کډه شي.

د ملکیانو د ساتنې کاري ډلې مسوول همدارنګه وايي چې ملکي وګړو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو د مخنیوي لپاره په ۲۰۷ ظفر قول‌اردو کې د مخامخ نښتو پر مهال د ملکي وګړو د ساتنې کمېسیون جوړ شوی او هڅه کېږي د دول له خوا د جګړې قوانین په پام کې ونیول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام