هرات کې ۲۰۰ کارګر ماشومان چې له زده‌کړو بې‌برخې وو، نن د یوه خیریه بنسټ په همکاري ښوونځي کې شامل شوي دي.

د «عاطفي» په نوم د دغه بنسټ مرستیال عبدالظاهر ارشاد وايي، نن یې ۸۷ نجونو او ۱۱۳ هلکانو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، بنسټ به یې د زده‌کړو لګښت ترڅنګ، هر ماشوم ته میاشتني خوراکي توکي او جامې هم ورکوي.

دغه کارګر ماشومان چې د سخت کار یا بې‌وسۍ له امله له زده‌کړو بې‌برخې وو، د زیانمنو او بې‌وسه ماشومانو د ملاتړ غوښتنه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام