د دايکندي ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست مسوولان وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې د کيتي ولسوالۍ « خارزار» سيمه کې د واورو ښویېدو پېښه کې ۴ ماشومان مړه شوي دي.
د ياد ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس اسدالله سروري سلاموطندار ته وويل، لومړني معلومات ښيي چې يو شمېر ماشومان مدرسې ته پر لاره وو چې له غره پرې واوره ښويېدلې ده.
سروري وايي، سيمې ته د ارزونې په موخه پلاوی لېږل شوی دی.
د نوموړي په وينا، د ياد ولايت ۸۹ سلنه ځمکه غرهنيزه ده او په ژمي کې په ټولو سيمو کې له غرونو واورې ښويېږي.
په ورته وخت کې د باميانو محلي چارواکي وايي، د دويم نمر يکاولنګ ولسوالۍ «دهن غار» سیمه کې د غره ښويېدو پېښه کې د يوه ماشوم او يوې مېرمنې په ګډون ۸ کسان ټپيان شوي دي.
د يادولو ده چې د تېرې جمعې په ورځ واورو د هرات-غور لويه لار هم تړلې وه.