Asset 1SWN

د کولمبیا ځنګل کې ۴۰ ورځې وروسته څلور ماشومان ژوندي موندل شوي

4L7KRKC_000_33J38V7_jpg

د کولمبیا په امازون ځنګل کې د یوې کوچنۍ الوتکې له لوېدو ۴۰ ورځې وروسته څلور ماشومان ژوندي موندل شوي دي.

د کولمبیا پوځ او د سیمې اوسېدونکو دغه ماشومان د کاکویټا او ګوویر ولایتونو ترمنځ په امازون ځنګل کې له څه باندې پنځو اوونیو وروسته موندلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سېسنا ۲۰۶ ډوله الوتکه چې اووه کسان یې لېږدول، د روان میلادي کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د یادې الوتکې انجن کې د ستونزې رامنځته کېدو له امله غورځېدلې وه.

د یادې الوتکې د غورځېدو له امله دوه پیلوټان او د دغو څلور ماشومانو مور مړه شوي وو، خو ماشومان لا درکه وو. د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ماشومان چې عمرونه یې ۱۳، نهه، څلور او یو کلن دي، د درملنې لپاره د کولمبیا پلازمېنې بوګوتا ته لېږدول شوي دي.

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پېټرو د ۴۰ ورځو وروسته د یادو ماشومانو موندل یوه «جادويي ورځ» بللې ده. نوموړي ویلي: «دوی «ماشومان» یوازې وو او د ځان ساتنې او ژغورنې لپاره یې داسې بېلګه ټينګه کړې چې تاریخ به یې یاد ساتي.»

ژغورونکو د لټون عملیاتو پر مهال ځنګل کې د ماشومانو د پلونو په څېر نورې نښې نښانې هم لیدلې وې او دوی یې دې باور ته نږدې کړي وو چې ماشومان لا هم ژوندي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ویل کېږي چې دغه ځنګل د پړانګانو، مارانو او نورو ښکاري ژویو کور دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام