د روزګان د چنارتو ولسوالي اوسېدونکي وايي، له تېرو دوو لسیزو راهیسې یې سیمه کې هېڅ ښوونځی نشت او ماشومان یې له زدهکړو محروم پاتې شوې دي.
د روزګان ختیځ کې د یادې ولسوالي اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي چې ماشومان یې نالوستي دي او د ښوونځي لوری هم ورمعلوم نه دی.
د دغې ولسوالي اوسېدونکي نیوکه کوي چې د جګړو په پای ته رسېدو او د اسلامي امارت له واکمنېدو څخه د شاوخوا یو نیم کال په تېرېدو یې لا هم ولسوالي کې ښوونځي نه دي فعاله شوي او ماشومان یې د ښوونې او روزنې نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
دوی د اسلامي امارت له مسوولانو د ښوونځيو فعالولو غوښتنه وکړه.
د چنارتو ولسوالي اوسېدونکي جاويداحمد سلاموطندار ته وويل، د خپلو ماشومانو راتلونکې ته اندېښمن دی چې همداسې به له زدهکړو محروم پاتې شي. نوموړي وویل: «يوه ستونزه چې دلته شته، هغه دلته موجود ده، مکتب نشته، مدرسه نشته ودانۍ يې نشته، موږ د ټولو خدمتونو څخه بې برخې يوو.»
۱۱کلن محمدشریف چې د چنارتو ولسوالي اوسېدونکی دی، وايي چې ښوونځي کې درس لوستل یې لوی ارمان دی چې تراوسه نه دی پوره شوی هغه د اسلامي امارت سرپرست حکومت څخه غواړي چې سيمه کې یې ښوونځی جوړ کړي.
نوموړي وویل: «زه بېسواده لوی شوی يم او تعليم مې نه دی کړی. زه غواړمه چې زموږ ماشومانو ټولو ته د تعليم زمينه برابره شي، دلته ښوونځی نشته زموږ کوچنيان به بيتعليم لويان شي، بايد زموږ ماشومان بي سواده لويان نه شي، بايد دلته ښوونځی فعاله شي او مدرسه فعاله شي.»
د روزګا ولايتي چارواکي هم بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې په برخه کې د چنارتو ولسوالي د اوسېدونکو شته ستونزې تاییدوي، خو د حل ژمنه يې کوي.
د روزګان د والي مرستيال حاجي حکمتالله مزمل وویل: «موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې ستونزې به یې حل شي. له لوړپوړو مسوولینو سره مو هم دا ستونزې شریکې کړي دي، هم په ښوونيز هم د بیارغوني په برخه کې به د يادي ولسوالي اوسېدونکو ته پاملرنه کېږي.»
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د یادونې ده چې د افغانستان ګڼو نورو سيمو کې هم زيات شمېر ماشومان زدهکړو ته لاسرسی نهلري او غوښتنې دا دي چې هېواد کې د جګړو په درېدو سره دې ماشومانو ته د زدهکړو زمینې برابرې شي.