کابل کې د سړک غاړې کارګران: د یوې شپې ډوډۍ نه‌شوو پیدا کولای

نادر چې یوټایره کراچۍ لري، له سهار تر ماښامه د کابل ښار پر سړکونو ګرځي، څو د خلکو بارونه یوسي او ماښام کور ته تش لاسونه ولاړ نه‌شي.
د هغه ستره هیله هره ورځ دا وي چې په ورځ کې سل یا دوه سوه افغانۍ وګټي او بېګاه ته پرې خپلې نهه‌کسیزې کورنۍ ته خواړه یوسي.

د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ افغانستان کې پر ټول‌شموله حکومت ټینګار وشو

سږ کال د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۶مه غونډه پرون د افغانستان له استازي پرته د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پیل شوه او نن یې دویمه ورځ وه.
د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د سږنۍ غونډې پر مهال په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړولو او د افغانستان له لارې د ازبکستان‌ـ‌‌پېښور ترمنځ د اورګاډي پټلۍ پروژې په اړه بحث شوی دی.

نی: له فرانسې افغانستان ته را ستون شوی خبریال ورک دی

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي، افغان خبریال مرتضی بهبودي چې د فرانسې تابعیت یې اخیستی او بېرته هېواد ته را ستون شوی و، د جنوري له پنځمې نېټې راهیسې ورک شوی دی. د نی مسوول ظریف کریمي وايي، که څه هم د ا.ا امنیتي ادارې یې په دې اړه خبرې کړي، خو هغوی ناخبري ښيي.

غزني کې سړې هوا دوه کسان مړه کړي

د غزني د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عمر حقاني سلام‌وطندار ته ویلي چې د سه‌شنبې شپه په دغه ولایت کې د سړې هوا له کبله دوه کسان مړه شوي دي.

نېډ پرایس: اسلامي امارت دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي او خپلې کړې ژمنې عملي کړي. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې زیاته کړې چې زده‌کړې د افغانستان راتلونکې لپاره پانګه ده او ښځې او نجونې باید ورته لاسرسی ولري.