Asset 1SWN

فاریاب کې د هغه ځوان مړی موندل شوی چې لس ورځې وړاندې ورک شوی و

فاریاب

د فاریاب امنیتي مسوولان د دغه ولایت په قرغان ولسوالي کې د یوه ځوان د مړي موندل کېدو خبر ورکوي.

د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند حمیدالله بت‌شکن سلام‌وطندار ته ویلي چې د سه‌شنبې په ورځ د بسم‌الله په نوم د یوه ځوان مړی د قرغان ولسوالي په تازه‌قرغان سیمه کې موندل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، دغه ځوان شاوخوا لس ورځې وړاندې ورک شوی و او مړی یې د یادې ولسوالي د یوه اوسېدونکي د کور د ناپاکو اوبو په څاه کې موندل شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې د یاد کور دوو هلکانو بسم‌الله کور ته بیولی او په مېلمستون کې یې د توپانچې په مرمۍ ویشتی او وژلی دی.

حمیدالله بت‌شکن وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو دواړه هلکان نیولي او اوس ترې پوښتنې ګروېګنې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام