Asset 1SWN

لغمان کې پر واده ډزې؛ یوه ځوان زوم او ناوې دواړه وژلي

لغمان

د لغمان امنیتي چارواکي د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالي کې د یوه وسله‌وال برید پر مهال د ناوې او زوم د وژل کېدو خبر ورکوي.

د لغمان د امنیې قومانداني ویاند یونس یوسفزی وايي، دا پېښه پرون مازدیګر د الیشنګ ولسوالي په ګونه‌پال سیمه کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، یوه وسله‌وال کس په یاده سیمه کې د واده پر مراسمو ډزې کړي چې له کبله یې زوم او ناوې دواړه وژل شوي دي.

یوسفزی زیاتوي چې امنیتي مسوولان له پېښې وروسته سیمې ته ورغلي او د زوم او ناوې قاتل یې نیولی دی.

بله‌خوا په سیمه کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، یوه ځوان غوښتل دا نجلۍ له ده سره واده وکړي، خو د هغې کورنۍ نه‌‌ده ورسره منلې او همدا لامل و چې زوم او ناوې دواړه یې وژلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا لومړۍ پېښه نه‌ده، بلکې څه موده وړاندې په کندوز کې یوه ځوان نه یوازې هغه نجلۍ ووژله چې پرې مئین و، خو ده ته یې نه وه ورکړې، بلکې ځان یې هم وواژه.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام