لغمان کې پر واده ډزې؛ یوه ځوان زوم او ناوې دواړه وژلي

د لغمان امنیتي چارواکي د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالي کې د یوه وسله‌وال برید پر مهال د ناوې او زوم د وژل کېدو خبر ورکوي.
د لغمان د امنیې قومانداني ویاند یونس یوسفزی وايي، دا پېښه پرون مازدیګر د الیشنګ ولسوالي په ګونه‌پال سیمه کې شوې ده.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال: نړیواله ټولنه دې زموږ ملاتړ وکړي

په پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال اندېښنې ښيي چې له یوې خوا یې د ویزو موده پوره شوې او بله‌خوا یې دغه هېواد نه ورته نوې کوي، خو پولیس یې بیا هڅه کوي چې ویې نیسي. دوی غوښتنه کوي چې ملګري ملتونه، امریکا، اروپايي او نور هېوادونه باید لاس په‌کار شي، څو په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو برخلیک روښانه او یادو هېوادونو ته ولاړ شي.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه جوړه شوه

د افغانستان اوسنیو ستونزو او ننګونو ته د حل‌لارې موندلو په موخه د مسکو فارمټ غونډه نن د روسیې په پلازمېنې کې جوړه شوه. د راپورونو پر بنسټ، د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، قرغېزستان، اوزبکستان، تاجکستان، قزاقستان او ترکمنستان استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و او د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې استازي بیا د مېلمنو په توګه وربلل شوي وو.

هرات کې د «زعفران ګل» اوومه ملي جشنواره جوړه شوه

هرات کې د زعفرانو صادروونکو شرکتونو او کاروباریانو او محلي مسوولانو زعفرانو ته د بازارموندنې په موخه نن دغه ولایت کې د «زعفران ګل»‌ اوومه ملي جشنواره جوړه کړه.
د زعفرانو کاروباریان وايي، که څه هم سږ کال دغه ولایت کې د زعفرانو تولید زیات شوی، خو په وینا یې، په‌کار ده چې له هېواده بهر لېږلو لپاره یې هم اسانتیاوې برابرې شي.

اسلامي امارت: هرات کې مو پنځه داعشیان ووژل

د هرات استخباراتو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ریاست ځواکونو یاد ولایت کې د عملیاتو پر مهال پنځه داعشیان وژلي دي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات بېګاه شپه د لړم ۲۴مه د هرات ښار په «ملاباباجي» سیمه کې د داعش ډلې د غړیو پر یوه پټن‌ځای شوي دي.

تخار کې د اسلامي امارت د ځواکونو پر موټر ماین چاودنه شوې

د تخار اوسېدونکي وايي چې نن چهارشنبه د لړم ۲۵مه د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د اسلامي امارت د ځواکونو پر موټر ماین چاودنه شوې ده.

د پېښې عیني شاهدان وايي چې چاودنه د تالقان ښار د درېیم ګدام سرک سیمه کې د تخار د امنیې قومنداني د ځواکونو او د زندانیانو پر یوه موټر شوې.